ads

د ډوډۍ وېش!؟

  له هغه راهیسې چې کورونا وېروس افغانستان ته مخه کړې حکومت بیا بیا له بېوزلو خلکو سره د مرستې خبره کړې او د دې مرستو په وېش کې د اغېزناکتیا لپاره يې بېلابېلې کميټې هم جوړې کړې دي خو دا چې دا هڅې يې تل بې اغېزې ثابتې شوې، د خلکو باور يې نه […]

نویسنده: shams
10 غویی 1399
د ډوډۍ وېش!؟

 

له هغه راهیسې چې کورونا وېروس افغانستان ته مخه کړې حکومت بیا بیا له بېوزلو خلکو سره د مرستې خبره کړې او د دې مرستو په وېش کې د اغېزناکتیا لپاره يې بېلابېلې کميټې هم جوړې کړې دي خو دا چې دا هڅې يې تل بې اغېزې ثابتې شوې، د خلکو باور يې نه دی خپل کړی او تر انتقاد لاندې راغلی، لوی علت يې دا دی چې نه د داسې مرستو د وېش لپاره کوم اساسي میکانیزم غوره شوی او نه هم په کې د فساد مخنیوی شوی دی.

تېره شپه جمهور رییس محمد اشرف غني پخپل یو ويډيويي پیغام کې وویل چې د چهار شنبې له ورځې به په کابل ښار کې بېوزلو خلکو ته د وچې ډوډۍ د وېش پروسه پيلېږي. سره له دې چې په دې کورونايي ورځو شپو کې چې ډېری خلک له کاروباره پاتې دي او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي، دا ډول هڅې او اقدامات غوره ښکاري، خو د تېرو لنډو تجربو له مخې چې حکومت تل له بې برنامه ګیو سره یوه تجربه ازمايي، خلک او په تېره بېوزلي هغه ډېر باور پرې نه شي کولای. ځکه کله چې د مرستو د ویش لپاره نه کوم میکانیزم موجود وي او نه هم د ډېرو بیوزلو خلکو شمېر معلوم وي، طبیعي ده چې داسې پروسې به په د فساد ښکار کېږي.

کله چې کورونا ویروس افغانستان ته رامخه وکړه، حکومت له هغه سره د مبارزې لپاره ګڼې کمېټې رامنځته کړې. په لنډ مهال کې د دغو کمېټو له خوا د ملیونونه افغانیو او ملیونونه ډالرو د لګښت ډنډورې وغږول شوې، هغه هم په داسې حال کې چې دغو کمېټو نه په روغتیايي او نه د خير ښګېڼو او بیوزلو ته د مرستې رسولو په چارو کې کومه څرګنده لاسته راوړنه لرله. دا خبره خو به په ځای پرېږدو چې د امتحاني پروسې په پلمه په خلکو ریشخند ووهل شو او د څلور نیم کيلو غنمو د مرستې خبره ورته وشوه.

پورته اندېښنو ته په پام د ډوډۍ د وېش پروسه هم له سره له ستونزو او فساد سره مخ ښکاري. ځکه حکومت دا نه دي ویلي چې آیا د اړمنو خلکو کوم لست په واک کې لري او کنه او د اړمنو کسانو د تشخیص میکانیزم څه ډول و؟ د ډوډۍ وېش د کابل ښار په کومو سیمو کې د کومو خبازیو له لارې کېږي؟ د نظارت سیستم به يې څه ډول وي او هرې اړمنې کورنۍ ته به څومره وچه ډوډۍ ورکول کېږي؟

په دې برخه کې د اندېښنې وړ خبره دا هم ده چې ویل شوي د اړمنو کسانو لست به د ښاروالۍ او د ګذر وکیلانو له خوا جوړېږي، یعنې دا چې تراوسه په دې برخه کوم اقدام نه دی شوی. که چېرته داسې وي، نو د پروسې پیل وار له مخه څه معنی لري؟ آیا داسې کړه به پخپله فساد ته لار نه خلاصوي؟ ایا د تېر په څېر به بیا هم خویشخورۍ نه کېږي او د بېوزلو په ځای به نااړمن کسان دا مرسته نه ترلاسه کوي؟

پورته یادې ټولې پوښتنې د غور وړ دي او کولای شي چې د حکومت دريځ په ملي او نړیواله کچه تر پوښتنې لاندې راولي او په لویه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو مخه ډب کړي. ځکه نړیواله ټولنه تر هغه پورې چې په خپلو مرستو کې د شفافیت په نسبت ډاډمن نه شي د مرستې لپاره ګام نه اوچتوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA