ads

خوست کې د راډيويي ښوونځي اغېزې څه دی؟

  له کله نه چې په هېواد او سیمه کې د کرونا نړیواله وبا خپره شوې، هم مهاله یې د خلکو په ژوند او ورځنیو کارونو کې هم تغیرات راوستي دي. له دې جملې یو هم ښوونیزې ادارې دي، چې ټولې تړل شوې، خو ترڅنګ یې په یو شمېر ولایتونوکې ښوونیز بهیر د پوهنې ریاست […]

نویسنده: shams
2 غویی 1399
خوست کې د راډيويي ښوونځي اغېزې څه دی؟

 

له کله نه چې په هېواد او سیمه کې د کرونا نړیواله وبا خپره شوې، هم مهاله یې د خلکو په ژوند او ورځنیو کارونو کې هم تغیرات راوستي دي.

له دې جملې یو هم ښوونیزې ادارې دي، چې ټولې تړل شوې، خو ترڅنګ یې په یو شمېر ولایتونوکې ښوونیز بهیر د پوهنې ریاست له لوري د رسنیو د مسولینو سره په ګډه د یو تفاهم له مخې پیل کړ، چې د پوهنې ریاست مسولین او یو شمېر زده کوونکي ترې راضایت لري.

خوست کې زموږ همکار بختاجان بختیار په همدې موضوع راپور برابر کړی، چې په ګډه به یې واورو.

د کرونا دنړیوالې وبا خپرېدو د خلکو  ژوند او ورځنیو کارونو ته ټکان ورکړ، ښوونیزې او دې ته ورته یو شمېر نورې ادارې  د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په موخه وتړل شوې.

خو په ځينو سیمو کې د ژوند دې په ټپه ولاړ حالت د تغیر لپاره په یو لړ نورو اقداماتو لاس پورې شو، چې له جملې یې یو هم ښوونیزې ادارې دي، چې د زده کړو بهیر یې د رسنیو له لارې پیل کړ.

نږدې درې اونۍ وړاندې د هیواد د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې هم د پوهنې ریاست د ځايي مسولینو او په دې ولایت کې د شته سیمه ییزو رسنیو د خاوندانو ترمنځ یو تفاهم وشو، چې له مخې یې د راډيو ښوونځي په نوم د زده کړو بهیر پیل شو.

یو تن استاد محمدقاسیم صاحبزاده چې د راډيو له لوري د تدریس چارې پرمخ وړي وايي، ډیری شاګردان او ترڅنګ یې والدین ورته زنګونه کوي او د راډيو له لارې د روان ښوونیز بهیر د اوږدېدو غوښتنه کوي.

راډيو ته ناست الهام چې د اتم ټولګي زده کوونکی دی، وایي هره ورځ راډيو ښوونځی تعقیبوي او خوښ دی، چې وخت یې عبث نه تیریږي.

الهام د راډيويي ښوونځي یو شمېر نیمګړتیاوې هم په ګوته کوي، په خبره یې ستونزه یې دا دي، چې  په درس کې د ستونزو د پیداکېدو په وخت ورسره پيداشوې پوښتنې یې ځينې وخت بې ځوابه پاتې کیږي.

یو بل زده کوونکی نوروالي چې د تلوېزیون له لارې دلیسې دورې ساینسي مضامین تعقیبوي، وایي نه یوازې داچې د ښوونځيو د برحاله زده کوونکو لپاره دا پروګرام ګټور دی، بلکې د هغه زده کوونکو لپاره چې د کانکور لپاره اماده ګي نیسي هم ډیر موثر دی.

د خوست د پوهنې ریاست د مرکزي امریت د نظارت امر سیف الدین وایي، ددوی د معلماتو له مخې د راډیو او تلوېزیون له لارې  پيل شوی ښوونیز بهیر ۸۰ فیصده ګټور تمام شوی.

 هغه مني چې یو لړ ستونزې به موجودې وي، خو په خبره یې ددې لپاره چې زده کوونکي له موقع استفاده وکړي، نو تردې بله ښه بدیل لاره ورته نه وه.

له هغې وروسته چې په نړۍ د کرونا وبا خپره شوه، په نورو هیوادونو کې د زده کړو سیستم په انلاین ډول پرمخ روان شو.

په افغانستان کې هم د پوهنتونونو زده کړې په انلاین، خو د ښوونځيو زده کړې د راډيوګانو او تلویزیونونو له لارې پیل شوې.

که څه هم چارواکي دا پروګرام تر لنډې مودې پورې یادوي، خو تراوسه معلومه نه ده، چې ترڅومره وخت پورې به د کرونا له ویرې یاد ښوونیز بنسټونه بند او زده کووونکو ته به له دې لارې زده کړې ورکول کیږي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA