د پکتیا ولایتي مسولین وايي، د مرکز ګردېز په ابراهیم خېلو کلي کې په یوه کور د هوان مرمۍ د لګېدو له امله د یوه کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ټول يې ښځې او ماشومان دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت کلید ته وویل، د هوان دغه مرمۍ د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې د طالبانو له خوا توغول شوې؛ چې په خبره يې دوې مېرمنې او یو ماشوم يې وژلي او درې تنه نور يې ټپیان دي.
د قرباني شوو کسانو د کورنۍ غړي وايي، پېښه نن له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.