د ولسي جرګې رییس اجمل رحماني کرونا سره د مبارزې لپاره خپل شخصي روغتون د افغانستان د روغتیا وزارت ته په واک کې ورکوي، تر څو له یاد روغتون څخه پر کرونا د اخته کسانو د درملنې په هدف ترې ګټه واخیستل شي.
پرون مازیګر نوموړي له جمهور رییس محمد اشرف غني سره له نږدې وکتل او په دې کتنه کې دواړو لوريو د سياسي وضعيت، کرونا ويروس سره د مبارزې پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه د ولسي جرګې رئيس وويل، کرونا ويروس سره د غوره مبارزې لپاره چمتو دی چې د اجمل رحماني په نوم په کابل کې خپل شخصي پنځه پوړیزه مجهز روغتون د عامې روغتيا وزارت ته په واک کې ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ