له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو یې په هرات ولایت کې د یو طالب قومندان په ګډون د هغوی نهه غړي وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.
وزارت ویلي، دغه طالبان پر داسې مهال په نښه شوي، چې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې یې پر ځینو امنیتي پوستو برید وکړ.
د وزارت په وینا، په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې د قاري عارف او شفیع په نومونو د هغوی دوه قومندانان هم شامل دي.
د یادولو وړ ده چې تر دا مهاله افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
وسله والو طالبانو بیا د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.