په هند کې پر کورونا اخته ناروغ شل کلي له ګواښ سره مخ کړي
هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد د پنجاب ایالت ۷۰ کلن اوسېدونکی، چې د کورونا وېروس له کبله یې ژوند له لاسه ورکړی، اوس د یاد ایالت د شلو کلیو د اوسېدونکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د رسنیو په خبره، دغه کس بلدېر سېنګ نومېري، چې ۷۰ کاله عمر یې درلود او څه موده وړاندې د همدې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
د بلدېر سېنګ له مړینې وروسته مالومه شوه، چې د ده ۱۹ تنه خپلوان هم کورونا وېروس لري.
د هند روغتیایي چارواکي وروسته پوه شول، چې هغه پر کورونا ناروغۍ اخته و.
داسې ویل کېږي، چې مړه شوي کس له مړینې وړاندې د سېکانو په یوه لویه مذهبي غونډه کې هم برخه اخېستي، چې په دې ناسته کې هر ورځ شاوخوا لس زره کسان ګډون کوي.
د هندي چارواکو په وینا، تر دامهاله په هند کې ۶۴۰ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي، چې ۴۰ یې د همدغه پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال د هند ۱.۳ میلیارد نفوس د کورونا وېروس له کبله قرنطین شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ