ads

کرونا وېروس ګڼ شمېر هېوادونه قرنطین کړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپریږي، چې ددې ویروس له کبله ګڼ شمېر هېوادونه قرنطین شوي دي. هندستان خپل ۱،۳میلیارد نفوس ته ویلي دي چې خپلو کورونو کې پاتې شي، د هند وګړي وایي که څه هم ستونزه شته خو مجبوره دي چې […]

نویسنده: shams
7 وری 1399
کرونا وېروس ګڼ شمېر هېوادونه قرنطین کړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپریږي، چې ددې ویروس له کبله ګڼ شمېر هېوادونه قرنطین شوي دي.

هندستان خپل ۱،۳میلیارد نفوس ته ویلي دي چې خپلو کورونو کې پاتې شي، د هند وګړي وایي که څه هم ستونزه شته خو مجبوره دي چې دا پرېکړه عملي کړي.

په هند کې ۵۶۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تراوسه لس کسان ترې مړه شوي دي.

پاکستان هم خپلو وګړو ته ویلي چې خپلو کورنو کې پاتې شي او په دې برخه کې یي پوځ هم لاس په کار شوی.

بلخوا بیا ایټیالیا حکومت پر هغو خلکو جریمه لوړه کړي چې قرنطین ته پاملرنه نه کوي.

دوی ویلي که هر څوک پرته له کوم مهم دلیل څخه بهر ونیول شو نو له ۴۰۰څخه تر ۳زره یورو پورې به جریمه ورکوي.

همدارنګه د چین هېواد خبر ورکړی چې د ووهان  ښار یې بېرته پرانیستی او خلک په کې خپل کاروبار ته دوام ورکولای شي.

د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې ددې وېروس له کبله د مړو شمېر تر ۲۰زره اوښتی او  زرګونه خلک پرې اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA