د خوست ملي امنیت چارواکو نن هغه کسان رسنیو ته وښودل، چې په تیېرو لسو ورځو کې يې د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي وو.
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان وويل، په نیول شوو ۷ کسانو کې ۴ د هدفي وژنو، ۲ تنه د ماين اېښودو او یو د غلا په تور نیولي دي.
د پټان په خبره، د هدفي وژنو په تور له نیو شوو کسانو سره یې یو مېل بې غږه تومانچه هم نیولي، چې په وسطه به یې حکومتي چارواکي په نښه کول.
د مسولینو په وینا چې یاد کسان يې د خوست په مرکز او ولسواليو کې نیولي دي.
په ورته مهال د ملي امنیت منسوبینو هغه سراچه موټر هم خپل څښتن ته وسپاره، چې څو ورځې وړاندې د خوست له یو اوسېدونکي څخه غلو تښتولی وو.