فلسطيني چارواکو خبر ورکړى، چې د دغه هېواد په غزه تړانګه کې د تېرې شپې له ۱۱ بجو او ۳۰ دقيقو را په دې خوا د اسراييلو او د فلسطين د حماس ډلې ترمنځ د اوربند ټينګېدو لړۍ پيل شوې ده.
د دوى په خبره، دا اروبند د مصر او ملګرو ملتونو تر څار لاندې ټينګ شوى او اوس هلته د سولې او امن فضا واکمنه ده.
تراوسه د اوربند د غځېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي او دا هم معلومه نه ده، چې تر کله به دوام وکړي.
غزه تړانګه د منځني ختيځ او مديترانې سمندر ترمنځ سيمه بلل کېږي، چې د فلسطين په جنوبي برخه کې موقعيت لري.
په دې سيمه کې له کلونو راهيسې د حماس ډلې او اسراييلو ترمنځ وخت ناوخت نښتې رامنځته کېږي، چې د امنيتي سرتېرو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ