د شاهين ۶۱۰ عملياتو په دوام د بلخ د شورتېپې ولسوالۍ پس اريق كلى د وسله والو طالبانو له شتونه پاك شو.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، افغان ځواكونو د طالبانو له شتونه د ياد كلي تر پاكولو وروسته خپلو عملياتو ته د تپه انتن په لور دوام وركړ.
د ده په وينا، له شاوخوا يو ساعته نښتې وروسته امنيتي سرتېري وتوانېدل، چې دا تپه هم د طالبانو له كنټروله بهر كړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ