د کونړ ولايتي چارواکي په دې ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون د څلورو داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم کليد ته وويل، تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې افغان ځواکونو د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د داعش ډلې پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ كې يې د يادې ډلې د جلب او جذب د مسوول، قوماندان دادالله په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د کونړ د نرنګ ولسوالۍ په باډيل سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې دوه داعشيان وژل شوي او هم د افغان ځواکونو لاس ته ګڼ شمېر وسلې او مهمات ورغلي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.