د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د تخنيكي كاركوونكو د نه موجوديت له كبله د راى وركولو د ځينو محلونو د ځانګړي تفتيش بهير وځنډېد.
د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون د پرېكړې پر بنسټ، د ۱۳۷۶۳۰ رايو د اړوندو محلونو ۱۰ فيصده او د ۱۰۲۰۱۲ رايو د اړوندو محلونو ۱۵ فيصده ځانګړي تفتيش ته راجع شوي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ټاكل شوې وه دا بهير د پنجشنبې په ورځ پيل شي، خو د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون له لوري د خپلو تخنيكي كاركوونكو د بېرته ور غوښتلو په سبب د راى وركولو د يادو محلونو ځانګړى تفتيش پيل نه شو.
په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ټينګار كوي، چې تر دا مهاله يو شمېر اسناد د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون له خوا نه دي ور سپارل شوي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون په وينا، هڅه كوي، چې ژر تر ژره د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون وروستي تصميمونه تطبيق كړي او له څارونكو يې غوښتي، چې دا بهير وڅاري.
د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، خو د څه باندې څلور نيمو مياشتو په تېرېدو سره يې هم وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ