ads

حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کمولو ته سیاسي اراده نه لري

افغانې مېرمنې له حکومت څخه ګيله مند دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په ختمولوکې سياسي اراده نه لري. يو شمېر افغانو مېرمنو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پرضد له هغه يو بيليوني پاڅونوالو سره د يوځای کېدو اعلان وکړ، چې د نړۍ په ګوډ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 سلواغه 1398
حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کمولو ته سیاسي اراده نه لري

افغانې مېرمنې له حکومت څخه ګيله مند دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په ختمولوکې سياسي اراده نه لري.
يو شمېر افغانو مېرمنو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پرضد له هغه يو بيليوني پاڅونوالو سره د يوځای کېدو اعلان وکړ، چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د ښځو د هوسا ژوند لپاره مبارزه کوي.
دوی وايي، د حکومت د کمزورې سياسي ارادې له کبله ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه زياتېږي.
د ښځو شبکې مشرې ماري اکرمي هم له کليد سره په خبروکې ټينګار وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ختمولو لپاره ولسي او سياسي ارادې ته اړتيا شته، خو په وينا يې لومړی ګام بايد حکومت پورته کړي.
د ښځو چارو وزارت هم له همدې کبله اندېښمن دی او لږ تر لږه داهم مني، چې د حکومت په کچه سياسي اراده موجوده نه ده.
د ښځو چارو وزارت د ارتباطاتو او عامه اړيکو مسوولې شکيلا نظري له کليد سره په خبروکې باور څرګند کړ، که حکومت لاس په کار نه شي؛ نو د ياد وزارت د عامه پوهاوي له لارې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نه شي ختمېدلی.
بل پلو د افغانستان حکومت بيا د ښځو دغه ادعاوې ردوي او وايي، حکومت بشپړ اراده لري، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولو عاملينو ته سزا ورکړي.
د جمهوري رياست مرستيالې وياندې درانۍ وزيري کليد ته وويل، حکومت د ښځو پر وړاندې سلګونه پېښې څېړلي او دا د حکومت جدي اراده په ګوته کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون څو مودې وړاندې اعلان وکړ، چې په روان لمريز کال کې د افغانو مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه زياته شوې او لږ تر لږه ۵۱ سختې او خونړۍ پېښې ثبتې شوي دي.
له قانون څخه معافيت او زورزياتی، امنيتي ستونزې، بې وزلي او بې سوادي هغه ژور لاملونه دي، چې ورځ تر بلې یې په افغانه ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لمن پراخه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA