ads

په خوست کې د ځینو ګوندونو استازو د ځمکو د غصب پر مخنیوي ټینګار وکړ

د ګوندونو او مدني ټولنو یادو استازو د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وویل، چې په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې فساد، په ځانګړي ډول دشنو ساحو او پارکونو اوږدمهاله قراردادونه زیات شوي، چې دې کار خوستي ولسونه اندېښمن کړې او د درېدو غوښتنه یې کوي. په دغه ولایت کې یو تن مدني فعال […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 سلواغه 1398
په خوست کې د ځینو ګوندونو استازو د ځمکو د غصب پر مخنیوي ټینګار وکړ

د ګوندونو او مدني ټولنو یادو استازو د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وویل، چې په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې فساد، په ځانګړي ډول دشنو ساحو او پارکونو اوږدمهاله قراردادونه زیات شوي، چې دې کار خوستي ولسونه اندېښمن کړې او د درېدو غوښتنه یې کوي.
په دغه ولایت کې یو تن مدني فعال فضل الرحمن قانع وایي، له دوی سره دقیق معلومات شته چې د خوست ښار په یو شمېر سیمو کې ځمکې غصب شوې او یا یې د غصب پلان روان دی.
قانع زیاتوي، د دې ترڅنګ د خوست هغه ساحې چې د پارکونو لپاره په پلان کې نیول شوې، اوسمهال په اوږد مهاله قراردادونو ورکړل شوې، چې د پارکونو پرځای پکې هټۍ جوړې شوې دي.
په ورته مهال یو تن قومي مشر میرناګل تڼيوال او یو بل ځوان نظیر روښان د هغې ۴۲۰ جریبه ځمکې د تبادلې په تړاو خپل اعتراز وړاندې کړ، چې شاوخوا اته کاله وړاندې یو کس د مزار څخه خوست ولایت ته راتبدیل کړې ده.
دوی وایي، د خوست ځمکه نسبت د مزار ځمکې ته قیمتي ده او بل لوری په خوست کې له دې ځمکې پرته نور داسې دولتي سیمې نشته، چې پکې دولتي فابریکې جوړې شي او ترې د خوست د ګټو لپاره کار واخیستل شي.
د دوی په خبره، که افغان حکومت د یادو اوږدمهاله قراردادونو او ترڅنګ یې د تبادله شوې ځمکې مخینوی ونه کړي، دوی به په لویو لاریونونو او اعتراضونو لاس پورې کړي.
د یادونې ده، چې خوسیتو ولسونو دوه میاشتې پخوا له مزار څخه خوست ولایت ته د بدلې شوې ځمکې پر وړاندې په پراخه کچه مخالفت وښود.
په نتیجه کې یې د خوست ځایې ادارې د یادې ځمکې دتبادلې په تړاو د ولایتي شورا او یو شمېر نورو ادارو سره په ګډه یو پلاوی وټاکه، څو موضوع وڅېړي.
خو تر دې دمه د پلاوي نتیجه ګونګه پاتې ده، چې دې کار د ولس اندېښنې بیا راپورته کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA