ads

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته ګیله من دي

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، حکومت په دې ولسوالۍ کې په تېرو څو کلونو کې امنیتي او رغنیزې برخې ته پام نه دی کړی. دوی وايي، له حکومت نه یې په یادو برخو کې ډېرې هیلې لرلې، خو په خبره یې ښايي پوره نه شي. د حصارک د ولسوالۍ قومي مخور هم په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 سلواغه 1398
د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته ګیله من دي

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، حکومت په دې ولسوالۍ کې په تېرو څو کلونو کې امنیتي او رغنیزې برخې ته پام نه دی کړی.
دوی وايي، له حکومت نه یې په یادو برخو کې ډېرې هیلې لرلې، خو په خبره یې ښايي پوره نه شي.
د حصارک د ولسوالۍ قومي مخور هم په یاده سیمه کې د نا امنۍ خبره کوي.
قومي مشر مومن خان وایي، په زیات شمېر خلک له خپلو سیمو د نا امنۍ له کبله بې ځایه شوي دي.
دی څرګندوي، چې بېځایه شوي خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
نوموړی وایي، د حصارک ولسوالۍ زیاته برخه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده او هېڅوک یې له وېرې غږ نه شي پورته کولای.
قومي مشر مومن خان وایي، د دوی په سیمه کې د ښونځیو د تړل کېدو سره سره په روغتیایي برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
په ورته مهال د حصارک اوسېدونکی محمد صادق جبارخېل بیا پر حکومت غږ کوي، چې له دوی سره دې د مور او میرې چلند نه کوي.
جبارخېل په ټینګار سره غوښتنه کوي، چې حکومت دې باید د نورو ولسوالیو په څير دې په حصارک ولسوالۍ کې هم د خلکو د اړتیا وړ پروژې پلې کړي.
بل لور ته د ننګرهار ولایتي چارواکي بیا حصارک ولسوالۍ ته د نوي پلان خبره کوي.
د ولایت ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، دوی د حصارک ولسوالۍ د امنیت او بیارغونې لپاره ځانګړی پلان په پام کې لري او ژر به عملي شي.
خوږیاڼی وایي، اوسمهال امنیتي ځواکونه په شیرزادو ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت دي او له هغې وروسته به په حصارک ولسوالۍ کې عملیات ترسره او رغنیزې پروژې پلې کړي.
د خصارک ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال په دې ولسوالۍ کې له ناامنیو رنځ وړي، چې کلونه کېږي د دې ولسوالۍ په زیاتو برخو کې د دولت وسله وال مخالفین فعالیت کوي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA