د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې واشنګټن له مختلفو لارو هڅه کوي، څو له شمالي کوریا سره د دغه هېواد د ټومي پرګرام پر مسله له سره خبرې پیل کړي.
د ده په خبره، امریکایي چارواکو د دوه اړخیزو مذاکراتو د پیل لپاره د شمالي کوریا مشر ته خپل وړاندیز لېږلی دی.
دی زیاتوي، چې پونګ یانګ تر اوسه د اټومي وسلو د ازمویلو په تړاو بیاځلي کوم ګواښونکی ګام نه دی پورته کړی، چې دا مسله د خبرو بیا پیلېدو لپاره مثبته نښه بلل کېږي.
بلخوا، د سیاسي چارو نړیوال شنونکي هم په دې باور دي، چې دغه امر د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو پیلېدو لپاره زمینه برابروي.
د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو تر منځ دوه ځلې ناستې ترسره شوې، چې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.