د هرات ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د درېيو امنيتي سرتېرو د ترور كېدو خبر وركوي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، نن سهار درې امنيتي سرتېري د هرات ښار د ۱۲مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول.
د هغه په وينا، بريد كوونكي پر افغان ځواكونو تر ډزو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
فرهاد زياته كړه، امنيتي ځواكونه هڅه كوي، چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د ياد بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.