د سياسي چارو شنونكى او ليكوال وحيد مژده تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې په كابل ښار كې په ډزو ووژل شو.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دوو موټر سايكل سپرو وسله والو كسانو پر مژده د روسيې سفارت ته نېږدې ډزې كړې دي.
پر هغه د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
ګڼ شمېر افغانانو د نوموړي پر ترور خواشيني ښودلې او مژده يې، چې طالب پلوه شنونكى بلل كېده، يو نرم، معتدل او د زغم خاوند شنونکی بللی دی.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر پوځي يرغل وروسته مژده په پېښور كې له افغان مجاهدينو سره يو ځاى شو او د رسنيو په برخه كې يې فعاليت درلود.
ده د طالبانو د رژيم له سقوط وروسته د حامد كرزي د جمهوري رياست په دوره كې څو كاله د افغانستان د سترې محكمې د وياند په توګه دنده ترسره كړه.