د تخار په كلفګان ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند جواد هجري كليد ته وويل، يو ۴۰۴ ډوله موټر، چې مسافر يې له كابله بدخشان ته لېږدول، نن سهار شاوخوا اووه بجې په يادې ولسوالۍ كې له سړكه وتلى او چپه شوى دى.
هغه وايي، په دې پېښه كې پنځه تنه وژل شوي او ۱۵ نور سطحي ژوبل شوي دي.
هجري زياته كړه، په وژل شوو كسانو كې دوه ښځې، دوه ماشومان او يو سړى شامل دي.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ