په كندهار كې د هوايي بريد له كبله ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر باركزى وايي، طالبانو تېره شپه د سپين بولدك ولسوالۍ په كنجوسيانو كلي كې د افغان ځواكونو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ.
د هغه په وينا، وروسته بهرنيو ځواكونو د هوا له لارې بريد كوونكي طالبان په نښه كړل، چې په ترڅ كې يې ۱۵ طالب وسله وال ووژل شول.
يوه سرچينه د طالبانو په بريد كې د درېيو پوليسو وژل كېدل تاييدوي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ