د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند په يوه پارک کې د ماين چاودنې يو تن ټپي کړ.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د ولسي جرګې د غړي حضرت علي د کور شا ته په يوه پارک کې چاودنه شوې، چې له كبله يې يو ملکي وګړى برسېرن ټپي شوى دى.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ