ads

پکتیکا: د ټاکنو په اړه خبریالانو ته دوه ورځنی مسلکي ورکشاپ جوړ شو

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د پکتیکا خبریالانو ته له ټاکنو څخه د مسلکي راپور ورکونې په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو. په دغه ورکشاپ د خبریالۍ پر اصولو ، قوانینو، بي طرفه راپور ورکونې او په ټاکینزو تخطیو خبرې وشوې. د پکتیکا خبریالانو ته دا روزنیز ورکشاپ په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 وږی 1398
پکتیکا: د ټاکنو په اړه خبریالانو ته دوه ورځنی مسلکي ورکشاپ جوړ شو
خبریالان

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د پکتیکا خبریالانو ته له ټاکنو څخه د مسلکي راپور ورکونې په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه ورکشاپ د خبریالۍ پر اصولو ، قوانینو، بي طرفه راپور ورکونې او په ټاکینزو تخطیو خبرې وشوې.
د پکتیکا خبریالانو ته دا روزنیز ورکشاپ په داسي وخت کې جوړېږې چې د ۱۳۹۸ کال جمهوري ریاست ټاکنو ته شپږ ورځې وخت پاتې دی .
د یاران په نوم د یوې سیمه ایزې راډیو خبریال عبدالوهاب ویران کلید ته وویل: «دلته داسې څه مطرح شول چې د خبریالۍ لپاره مهم وو ، خو په خبره يې په ټاکنو کې د دغو اصولو مراعاتول تر ټولو لومړیتوب لري.»
هغه وايي، خبریالان باید په ټاکنو کې یوازي حقایق وړاندې کړي، د کوم چارواکي، وکیل او زورواکي په ګټه یا زیان راپور خپور نه کړي.
د دلاور او عبدالروف په نومونو دوه نور خبریالان وايي، په تېرو ټاکنو کې هم دوی بې لوري پاتي شوي او اوس هم خپل مسلک ته په درناوي غواړي چې د هېڅ یو نوماند په ګټه یا زیان کار ونه کړي.
دوی وویل، دا ډول ورکشاپونه په ټولو وختونو خو د ټاکنو لپاره خورا اړین دي، تر څو ټول خبریالان مسلکي او بي طرفه راپورونه ورکړي.
پکتیکا کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر علي محمد نظري له کلید سره په خبرو کې وویل، د خبریالۍ اصول تر ډېره خبریالانو ته جوت دي، خو دې ډګر ته د نوو راغلو کسانو لپاره لازمه ده چې یادونه يې وشي.
هغه وویل په دې ورکشاپ کې داسي موضوعات وړاندې شول، که خبریالان يې د ټاکنو په اړه په راپور ورکونه کې مراعات کړي، له هېڅ ډول ستونزې او سرغړونې سره به مخ نه شي.
یاده دې وي چې نېږدې لس ورځې وړاندې هم د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د پکتیکا خبریالانو ته همدا ډول یو روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA