جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي امنيت ۰۲ قطعه له دې وروسته د شپې له مخې عمليات نه شي ترسره کولاى.
هغه دا خبره نن د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يوې غونډې ته د وينا په مهال وكړه.
جمهور رئيس غني په ياده قطعه كې پر ژورو بدلونونو ټينګار وكړ.
بل پلو نوموړي وويل، د پاکستان د پرمختګ کلي د افغانانو په لاس کې ده او که له افغانستان سره ښه چلند وکړي، ښايي پرمختګ وکړي او که دوه مخى مخته لاړ شي، بيا به له ستونزو سره مخ شي.
د هېواد جمهور رئيس د ملي امنيت د ۰۲ قطعې د شپنيو عملياتو د بندښت خبره داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د دې قطعې په شپنيو عملياتو کې يو شمېر ملكي وګړي ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ