ads

په ننګرهار کې د هوایي برید په پایله کې ۲۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خوږیاڼو ځایي اوسیدونکو کلید ته وویل، برید د وزیرو تنګي د غرونو په سیمه کې شوی. د سیمې اوسېدونکي وایي، په دغه سیمه کې خلک د جلفوزیو په ټولولو بوخت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 وږی 1398
په ننګرهار کې د هوایي برید په پایله کې ۲۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوږیاڼو ځایي اوسیدونکو کلید ته وویل، برید د وزیرو تنګي د غرونو په سیمه کې شوی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، په دغه سیمه کې خلک د جلفوزیو په ټولولو بوخت وو.
د یادې سیمې یو اوسیدونکي جندرخان وویل، وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي، چې پکې ۵۵ کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون یو تن ډاکتر عبدالقدوس وایي، چې د پېښې له ځایه یې روغتون ته ۸ تنه ټپیان راوړل شوي.
بل لور ته د ولایتي شورا غړی اجمل عمر کلید ته وویل، چې په هوایي برید کې مړه او ټپیان ټول ملکي وګړي دي، چې په کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره په دغو کسانو کې یو د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی او نور ټول د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی.
په روته مهال د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، برید تېره شپه شاوخوا یوه بجه د وزیر تنګي په هغه سیمه کې شوې، چې د تورې بوړې سیمه ته نېږدې ده.
د امنیه قومندان ویاند مبارز اتل کلید ته وویل، برید بهرنیو ځواکونو کړی، چې له امله یې ۱۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه د برید هدف داعش وسله والو وو.
ولایتي چارواکي وایي، له څېړنو وروسته به معالومه شي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي او که د دولت ضد وسله وال دي.
تراوسه د یادې پېښې په اړه نه داعش او نه بهرنیو ځواکونو څه ویلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA