ads

په بادغيس كې د غنمو حاصلات شاوخوا ۵۴ فيصده زيات شوي

د بادغيس د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس عبدالتواب طاهر وايي، په دې ولايت كې سږ كال له ۱۴۴۰۰۰ مټريك ټنه زيات غنم ترلاسه شوي، چې د تېرو دوو كلونو په پرتله شاوخوا ۵۴ فيصده زياتوالى ښيي. هغه كليد ته وويل، په بادغيس كې له ۱۲۸۱۳ هكټاره اوبيزې او ۴۸۳۳۲ هكټاره للمي ځمكې د […]

نویسنده: hewadpal
16 وږی 1398
په بادغيس كې د غنمو حاصلات شاوخوا ۵۴ فيصده زيات شوي

د بادغيس د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس عبدالتواب طاهر وايي، په دې ولايت كې سږ كال له ۱۴۴۰۰۰ مټريك ټنه زيات غنم ترلاسه شوي، چې د تېرو دوو كلونو په پرتله شاوخوا ۵۴ فيصده زياتوالى ښيي.
هغه كليد ته وويل، په بادغيس كې له ۱۲۸۱۳ هكټاره اوبيزې او ۴۸۳۳۲ هكټاره للمي ځمكې د غنمو ۱۴۴۱۹۱ مټريك ټنه حاصل ترلاسه شوى دى.
طاهر زياته كړه، سږ كال په ياد ولايت كې له هر هكټار اوبيزې ځمكې شاوخوا ۳۲۱۴ كيلو ګرامه او له هر هكټار للمي ځمكې ۲۱۳۱ كيلو ګرامه غنم راټول شوي دي.
د بادغيس د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، دغه ولايت هر كال شاوخوا ۹۱۶۰۰ مټريك ټنه غنمو ته اړتيا لري او سږ كال بزګران كولى شي خپل يوه اندازه حاصلات نورو ولايتونو ته هم صادر كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA