ads

افغان ځواكونو د بدخشان وردوج ولسوالي بېرته ونيوله

د بدخشان وردوج ولسوالي له پنځو كلونو وروسته بېرته د افغان ځواكونو تر ولكې لاندې راغله. د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، امنيتي او دفاعي ځواكونه په بدخشان كې د پراخو عملياتو په ترسره کولو سره وتوانېدل، چې له پنځو كلونو وروسته د دغه ولايت وردوج ولسوالي نن له وسله والو طالبانو ازاده […]

نویسنده: hewadpal
16 وږی 1398
افغان ځواكونو د بدخشان وردوج ولسوالي بېرته ونيوله

د بدخشان وردوج ولسوالي له پنځو كلونو وروسته بېرته د افغان ځواكونو تر ولكې لاندې راغله.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، امنيتي او دفاعي ځواكونه په بدخشان كې د پراخو عملياتو په ترسره کولو سره وتوانېدل، چې له پنځو كلونو وروسته د دغه ولايت وردوج ولسوالي نن له وسله والو طالبانو ازاده كړي.
د سرچينې په خبره، په يادو عملياتو كې شاوخوا ۱۰۰ كورني او بهرني طالبان وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې په وژل شوو كسانو كې د بدخشان لپاره د طالبانو نومول شوى والي قاري فصيح الدين او د دې ولايت لپاره د يادې ډلې نظامي مسوول قاري حافظ هم شامل دي.
خو وسله والو طالبانو د امنيتي سرتېرو له لوري له دوى څخه د وردوج ولسوالۍ نيول رد كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA