ټاكل شوې راتلونكې ميلادي مياشت په انقرې ښار كې د سوريې د بحران د پاى ته رسولو لپاره يوې سياسي حل لارې ته د لاسرسي په هدف د تركيې، روسيې او ايران د مشرانو پنځمه درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
د تركيې د جمهوري رياست وياند ابراهيم كالين وايي، دا غونډه د سپټمبر مياشتې په ۱۶مه نېټه جوړېږي.
په همدې حال كې هغه پر ادليب ولايت د سوريې د جمهور رئيس بشارالاسد د طرفدارو دولتي ځواكونو پر بريدونو په نيوكې سره وويل، په پام كې ده د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په راتلونكو ورځو كې له خپلو امريكايي او روسي سيالانو ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين سره په دې اړه ټيليفوني خبرې وكړي.
د تركيې، روسيې او ايران رهبران تراوسه په څلورو درې اړخيزو غونډو كې په سوريه كې د سياسي ثبات پر برقرارۍ او خپلو سيمو ته د دغه هېواد د بې ځايه شوو خلكو پر بېرته ستنېدو غږېدلي دي.