د بلخ د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسوولين په دغه ولايت كې د خټكيو د حاصلاتو زياتېدو خبر وركوي.
دوى وايي، سږ كال هلته د خټكيو حاصلات د تېرو كلونو په پرتله شاوخوا ۲۵ فيصده زيات شوي دي.
د بلخ د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست د كرنې د ترويج مدير سيد احمد ساعدي كليد ته وويل، بزګرانو سږ كال په دې ولايت كې په څه باندې ۱۰ زره هكټاره ځمكه كې خټكي او هندواڼې كرلې دي.
هغه په وخت ورښتونه او د بزګرانو روزنه د خټكيو د حاصلاتو د پام وړ زياتوالي علتونه وبلل.
د نجيب الله په نوم د بلخ يو تن بزګر په روان لمريز كال كې د خپلې ځمكې له حاصلاتو خوښ دى، خو د سړو خونو له نشتوالي شكايت كوي او له حكومته غواړي، چې د ياد ولايت له بزګرانو سره د سړو خونو د جوړولو په برخه كې همكاري وكړي.
بايد وويل شي، چې سږ كال په بلخ كې د ټولو كښتونو حاصلات د تېرو كلونو په پرتله زيات شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ