د عامې روغتيا وزارت په ميدان وردګ كې د تړل شوو روغتيايي مركزونو د بېرته فعالېدو خبر وركوي.
د دې وزارت وياند وحيدالله مايار نن پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې ۴۲ تړل شوو روغتيايي مركزونو د ميدان وردګ د خلكو، عامې روغتيا وزارت، قومي مشرانو او روغتيايي شوراګانو په منځګړيتوب بېرته خپل فعاليت پيل كړ.
وسله والو طالبانو هم په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د سويډن كمېټې له لوري ټولو تمويلېدونكو روغتيايي مركزونو د دوى د روغتيايي كمېسيون لخوا په ميدان وردګ كې د بياځلي فعاليت اجازه ترلاسه كړې ده.
د سويډن كمېټې د تېرې چهار شنبې په ورځ اعلان كړى و، چې په ميدان وردګ كې د دغې كمېټې پر يوه اړوند روغتيايي مركز د دولتي ځواكونو تر عملياتو وروسته طالبانو اړه كړه، چې هلته خپل ټول روغتيايي مركزونه وتړي.
سرچينې ويلي و، د طالبانو د ګواښ له كبله مجبوره شوه، چې د خپلو ۷۷ روغتيايي مركزونو له جملې ۴۲ يې د ميدان وردګ په شپږو ولسواليو كې بند كړي.