ads

په غزني كې اته وسله وال طالبان ووژل شول

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواكونو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ملك الدين كلي كې ترسره كړل. […]

نویسنده: hewadpal
28 چنګاښ 1398
په غزني كې اته وسله وال طالبان ووژل شول

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په عملياتو كې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواكونو تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ملك الدين كلي كې ترسره كړل.
د ده په خبره، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو يوه اندازه وسلې او پوځي تجهيزات ترلاسه كړي هم دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې د غزني د ناوې ولسوالۍ په ملك الدين كلي كې د افغان او امريكايي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د يوې ښځې په ګډون د يوې كورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA