دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شېخ امیر کلينيک مخې ته په عام سړک شوې.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل عادل حیدر وايي، چې په دې پېښه کې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان ټپيان دي.
هغه وایي پېښه د سراچه ډوله موټر په واسطه رامنځته شوې او په وينا يې چې موټر چلوونکی د پوليسو له خوا نيول شوی او تر پلټنو لاندې دی.
په ورته مهال د د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي د پېښې له ځايه دوی ته يو ښځينه جسد او يوه بله ښځه او يو ماشوم په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.