د هرات په كرخ ولسوالۍ كې د امنيتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې د يوه مشهور قوماندان ملا غوث الدين په ګډون ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه كې راغلي، د ملا غوث الدين په مشرۍ طالبانو تېره شپه د كرخ ولسوالۍ په مربوطاتو كې پر امنيتي پوستو بريد وكړ، چې د افغان ځواكونو او ولسي پاڅون كوونكو له سخت غبرګون سره مخ شول.
د سرچينې په خبره، د دواړو لورو ترمنځ جګړې د شپې له ۱۱ د سهار تر څلورو بجو دوام درلود، چې په ترڅ كې يې د ملا غوث الدين په ګډون ۱۰ طالبان ووژل شول او ۱۵ تنه نور سخت ټپيان شول.
په خبرپاڼه كې د څلورو امنيتي سرتېرو او ولسي پاڅون كوونكو وژل كېدل او د شپږو تنو نورو ژوبلېدل هم تاييد شوي دي.
د سرچينې په وينا، طالبان تر ماتې خوړلو وروسته له كرخ ولسوالۍ وتښتېدل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.