د ملي دفاع وزارت وايي، د لوګر په څرخ ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې د دغه ولايت لپاره د نومول شوي والي په ګډون د وسله والو طالبانو نهه مهم غړي وژل شوي دي.
دې وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادو هوايي بريدونو په ترڅ كې د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوى والي حاجي لالا، د هغه دوه مرستيالان بريالى او فريدون، د كابل، لوګر، غزني، خوست او پكتيا لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول مولوي شمس الرحمن، د حكمتيار، شجاع او روف په نومونو درې بهرني طالب قوماندانان او د احرار او بلال په نومونو دوه طالب سرګروپان ووژل شول.
سرچينې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې د ۱۲ طالبانو د ټپي كېدو ادعا هم كړې ده.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.