د امريكا او طالبانو استازي د خپلو خبرو اووم پړاو سبا د قطر په پايتخت دوحه كې پيلوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څو ورځې وړاندې وويل، ټول لوري له طالبانو سره د خبرو د چټك پرمختګ غوښتونكي دي.
نوموړي په تېره غبرګولي مياشت كې كابل ته د خپل سفر په مهال ويلي و، له طالبانو سره د سولې مذاكرات نوي پړاو ته داخلېږي او بايد ټول افغانان په كې برخه واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د دفاع سرپرست وزير مارک اسپر د پنجشنبې په ورځ د بلجيم په پايتخت بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې خبريالانو ته وويل، د خليلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوي.
د امريكا او طالبانو استازو تر دا مهاله په دوحه كې شپږ پړاوه مذاكرات كړي، خو وروستۍ هوكړې ته سره نه دي رسېدلي.
د يادولو ده، چې له پرله پسې وړانديزونو وروسته طالبان تراوسه د ملي يووالي له حكومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه دي چمتو شوي.