ads

جمهور رئيس غني له پاكستاني چارواكو سره پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال د لومړي وزير عمران خان په ګډون له بېلابېلو پاكستاني چارواكو سره وليدل او د افغانستان او پاكستان پر اړوند مسايلو ورسره وغږېد. د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېره ورځ له عمران خان سره وكتل او دواړو مشرانو […]

نویسنده: hewadpal
7 چنګاښ 1398
جمهور رئيس غني له پاكستاني چارواكو سره پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال د لومړي وزير عمران خان په ګډون له بېلابېلو پاكستاني چارواكو سره وليدل او د افغانستان او پاكستان پر اړوند مسايلو ورسره وغږېد.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني تېره ورځ له عمران خان سره وكتل او دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ټرانزيټ، سوداګرۍ او پانګونې ټينګار وکړ او پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو ګډه کاري کمېټه به په دې برخو کې د عملي او چټکو ګامونو لپاره زمينه برابره کړي.
د پاکستان لومړي وزير د افغان جمهور رئيس دغه سفر د اسلام اباد او كابل د اړيکو، همکاريو او باور فضا د رامنځته کولو لپاره مهم ګام وباله.
دواړو لورو پر دې ټينګار وکړ، چې له تېرو تېروتنو په زده کړې بايد هغه تکرار نه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو، مناسباتو، همکاريو او راتلونکې لپاره دې ګډ کار وشي.
جمهور رئيس غني هيله څرګنده کړه، چې دا سفر به يې د افغانستان او پاکستان د دولتونو او ملتونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو او د دولت په دولت اړيکو د ايجاد پيلامه وي.
نوموړى اسلام اباد ته د خپل سفر په مهال د پاكستان له جمهور رئيس عارف علوي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او د بېلابېلو سياسي ګوندونو له مشرانو او استازو سره هم پر مختلفو موضوعاتو غږېدلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA