د هرات ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت پر ګلران ولسوالۍ پراخه برید کړی، خو په خبره یې چې افغان ځواکونو دغه برید په شاتمبولی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده وایي چې تېره شپه وسله وال طالبان د دغه ولایت له نورو ولسوالیو راټول شوي وو او د ګلران ولسوالۍ د نیولو په هدف یې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
نوموړی زیاتوي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۱۰ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
ښاغلی ولیزاده وایي چې د نښتې پر مهال یو افغان سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.