په یمن کې مېشتې انصار الله ډلې ویلي چې د دوی ځواکونو د سعودي عربستان دوې پوځي اډې (ابها او جازان) د شپږم ځل لپاره په نښه کړې دي.
په انصارالله پورې د تړلو وسلوالو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د انصار الله ډلې ځواکونو او د یمن خلکو د سعودي عربستان پر دوو پوځي اډوو (ابها او جازان) پراخه عملیات تر سره کړي دي.
ښاغلی یحیی سریع زیاتوي چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د دغو اډوو کار هم ځنډول شوی دی.
دا په شاوخوا یوه میاشت کې د سعودي عربستان پر ابها او جازان اډوو د انصار الله شپږم توغندیز برید دی، خو د سعودي عربستان دفاعي ځواکونو بیا ادعا کړې چې د یاد هېواد په لودیځ کې یې د انصار الله ډلې یو توغندی شنډ کړی دی.