د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جمعې په ورځ په كابل كې د ناروې سفارت له شارژدافير پېر البېرټ الساس سره وكتل.
خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، ناروې له افغانستان سره د مرستې اوږده تجربه لري او د بحرانونو د حل لپاره د مذاكراتو د شرايطو برابرولو په برخه كې پېژندل شوى هېواد دى.
د ده په وينا، د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره به د ناروې ملاتړ ګټور واقع شي.
بايد وويل شي، چې افغان حکومت تل په هېواد كې د روانې جګړې د پاى ته رسولو لپاره له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټينګار کړى، خو طالبانو يې په ځواب کې له نېغ په نېغه مذاكراتو ډډه کړې ده.