ads

جمهور رئيس غني له عمران خان سره وليدل

د پاكستان لومړي وزير عمران خان ژمنه وكړه، چې د دغه هېواد له هوايي حريمه هند ته د افغانستان د الوتكو د الوتنو د منعې ستونزې حل ته به پاملرنه وكړي.

نویسنده: mayar
11 غبرګولی 1398
جمهور رئيس غني له عمران خان سره وليدل

د پاكستان لومړي وزير عمران خان ژمنه وكړه، چې د دغه هېواد له هوايي حريمه هند ته د افغانستان د الوتكو د الوتنو د منعې ستونزې حل ته به پاملرنه وكړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، عمران خان دا ژمنه تېره ورځ د سعودي عربستان په مكې مكرمې ښار كې د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو د ۱۴مې غونډې په څنډه کې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.
په دې ليدنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو مناسباتو، سيمه ييز اتصال، سوداګرۍ، سولې، امنيت او له تروريزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
دواړو خواوو ټينګار وکړ، چې په نېږدې راتلونکې کې پاکستان ته د جمهور رئيس غني د سفر په جريان کې به پر يادو موضوعاتو مفصل بحث وشي.
عمران خان د دې ترڅنګ، چې يو ځل بيا يې د باثباته افغانستان په برخه کې د خپل هېواد تعهد څرګند کړ وويل، د پاکستان لپاره سيمه ييز اتصال، د سولې پروسه او له تروريزم سره مبارزه مهمه ده، ځکه د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د سيمې خلکو د هوساينې سبب کېږي.
د پاكستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ، ټاكل شوې افغان جمهور رئيس په روانه ميلادي مياشت كې اسلام اباد ته سفر وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA