ads

طالبانو د بټلر د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

طالبان په افغانستان كې د مېشتو امريكايي ځواكونو د وياند ډيويډ بټلر د څرګندونو په غبرګون كې په هېواد كې د سولې ټينګښت د امريكايي سرتېرو له وتلو سره مشروط بولي.

نویسنده: mayar
29 غویی 1398
طالبانو د بټلر د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

طالبان په افغانستان كې د مېشتو امريكايي ځواكونو د وياند ډيويډ بټلر د څرګندونو په غبرګون كې په هېواد كې د سولې ټينګښت د امريكايي سرتېرو له وتلو سره مشروط بولي.
بټلر ويلي، چې متحده ايالات، د افغانستان حكومت او خلك ټول د سولې غوښتونكي دي، خو طالبانو هغه رد كړې او جګړې ته يې دوام وركړى دى.
نوموړى ټينګار كوي، چې كه له طالبانو سره د سولې خبرې نتيجه ورنه كړي، امريكايي ځواكونه به يې په ضد جګړې ته دوام وركړي.
خو طالبان وايي، امريكايي سرتېري بايد د افغانستان د خلكو په استازيتوب ونه غږېږي او له افغان خاورې پر خپلو وتلو تمركز وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ شپږم پړاو مذاكرات څه موده وړاندې له ملموسې پايلې پرته پاى ته ورسېدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA