ads

په هلمند كې پر افغان سرتېرو د بهرنيو ځواكونو د هوايي بمبار ادعا څېړل كېږي

د كورنيو چارو وزارت وايي، هغه ادعا څېړي، چې ګواكې په هلمند كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبار كې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
27 غویی 1398
په هلمند كې پر افغان سرتېرو د بهرنيو ځواكونو د هوايي بمبار ادعا څېړل كېږي

د كورنيو چارو وزارت وايي، هغه ادعا څېړي، چې ګواكې په هلمند كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بمبار كې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د افغان او بهرنيو ځواكونو تر ځمكنيو او هوايي بريدونو لاندې راغلل او په ترڅ كې يې ګڼ شمېر وسله وال ووژل شول.
د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په جګړه كې اته پوليس هم وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
رحيمي وايي، داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواكې هلته د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په هوايي بمبار كې ځينو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړى زياتوي، دا چې دا کسان د دښمن په بريد کې په نښه شوي او كه د بهرنيو ځواكونو له لوري، د کورنيو چارو وزارت او د غوڅ ملاتړ ماموريت ګډ پلاوى پېښه څېړي او جزيات به يې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر له خلکو سره شريک شي.
وسله والو طالبانو هم كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې په هلمند كې د امريكايي ځواكونو په هوايي بمبار كې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۳۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA