نامعلومو وسله والو په پاكستان كې د پوليو يا ګوزڼ ضد واكسين يو بل پلى كوونكى وژلى دى.
سيمه ييز چارواكي وايي، ياد كس عبدالله جان نومېده او پرون كله چې خپل كور ته روان و، د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ سيمه كې نامعلومو وسله والو په ډزو وواژه.
له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې دا د پوليو يا ګوزڼ ضد واكسين پنځم پلى كوونكى دى، چې په پاكستان كې وژل كېږي.