ads

وسله والو طالبانو ۱۳ افغان سرتېري خوشې كړل

وسله والو طالبانو د روژې مباركې مياشتې د را رسېدو په مناسبت په كندوز كې ۱۳ نيول شوي افغان سرتېري خوشې كړل.

نویسنده: mayar
16 غویی 1398
وسله والو طالبانو ۱۳ افغان سرتېري خوشې كړل

وسله والو طالبانو د روژې مباركې مياشتې د را رسېدو په مناسبت په كندوز كې ۱۳ نيول شوي افغان سرتېري خوشې كړل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، ملګرو يې څه موده وړاندې د كندوز د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو كې د جګړو په مهال يو شمېر افغان سرتېري ونيول.
په خبرپاڼه كې راغلي، د نيول شويو امنيتي سرتېرو له ډلې څخه ۱۳ تنه يې د روژې مبارکې مياشتې د را رسېدو په مناسبت د طالبانو د رهبر د فرمان پر بنسټ د جامو او نغدي مرستو تر ورکولو وروسته خپلو اقرباوو ته وسپارل او خپلو کورونو ته ولېږل شول.
وسله وال طالبان په داسې حال كې ۱۳ امنيتي سرتېري خوشې كوي، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني هم څو ورځې وړاندې د روژې مباركې مياشتې په وياړ د ۱۷۵ طالب بنديانو د خوشې كولو اعلان وكړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA