ads

د بدني روزنې رياست؛ د ډېټابېس نشت، خپلوي پالنه او فساد

کلید ګروپ دا ځل د بدني روزنې یا سپورټ په برخه کې څېړنې کړې دي او دا یې په کې موندلي چې د هېواد د بدني روزنې ریاست مسوولین د ملي ټیم د غړو د پېژندنې لپاره کوم ځانګړی ډیټابس نه لري.

نویسنده: mayar
1 غویی 1398
د بدني روزنې رياست؛ د ډېټابېس نشت، خپلوي پالنه او فساد

کلید ګروپ دا ځل د بدني روزنې یا سپورټ په برخه کې څېړنې کړې دي او دا یې په کې موندلي چې د هېواد د بدني روزنې ریاست مسوولین د ملي ټیم د غړو د پېژندنې لپاره کوم ځانګړی ډیټابس نه لري.
موندنې ښیي چې د ملي ټیم هغه غړي چې دوی ته د اړوندو فدراسیونونو له لوري ور پېژندل کېږي په کې د خپلوۍ پالنې او فساد لپاره لاره موجوده ده.
د کلید د موندنو له مخې د ټول هېواد په کچه ۵ زره ملي لوبغاړي له ۵۲ مختلفو فدراسیونونو سره ثبت دي چې هر یوه ته په میاشتني ډول زره افغانۍ د معاش یا عصریې په ډول ورکول کېږي چې په دې برخه کې هم یو شفاف سیسټم نشته.
معلومات ښیي چې د بدني روزنې ریاست ته په کلني ډول د مالیې وزارت له لوري ۳۳۶ میلیون افغانۍ بودیجه ورکول کېږي.
د بدني روزنې ریاست هم هلته د ورته سیسټم نه شتون او یادې ستونزې مني خو وایي، ډېر ژر به په دغه برخه کې د فساد د مخنیوي په پار یو داسې الکټرونیک سیسټم رامنځته کړي چې د هغې په وسیله به په ټولو اړوندو چارو کې روڼوالی رامنځته شي.
له بل لوري د کلید موندنې دا هم ښیي، له هغه وروسته چې د فوټبال فدراسیون په مشر او یو شمېر روزونکو د فوټبال ملي ټیم ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه ولګېدل اوس د فوټبال په شمول په یو شمېر نورو برخو کې د نجونو په سپورټي فعالیتونو کې کموالی راغلی او کورنۍ خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوي چې د سپورټ میدانونو ته لاړې شي او هلته خپل سپورټي تمرینونه تر سره کړي.
موندنې ښيي چې په دغه فدراسیون کې د جنسي ځورونو تر تورونو وروسته له دغه فدراسیون سره یو شمېر مالي ملاتړ کوونکو خپلې مرستې درولې دي او شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د دغه فدراسیون هېڅ کارکوونکي معاش نه دی تر لاسه کړی.
خو د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر بیا وایي، د فوټبال فدراسیون چارې په ښه توګه پر مخ روانې دي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته هغه څه چې د فوټبال ټیم غړي او د دغه ادارې کارکوونکي یې په کلکه ردوي او د یوسف کارګر خبرې نه مني.

د سیستم نشت
د کلید موندنې ښیي چې د بدني روزنې په ریاست کې داسې یو سیسټم نشته چې د هغه په وسیله په شفاف ډول د ملي ټیم غړي تشخیص او دوی ته یې امتیازات ورکړل شي.
د دغه موندنو له مخې د ملي ټيم غړي د اړوندو فدراسیونونو له لوري د بدني روزنې ریاست ته ور پېژندل کېږي چې د فدراسیونونو له لوري په دغه برخه کې د خپلوۍ پالنې او نورو اړیکو له کبله فساد رامنځته کېدای شي.
د بدنې روزنې ریاست مسوولین هم په دې برخه کې یادې ستونزې مني خو وایي، په داسې یو سیسټم کار روان دی چې په الکټرونیک ډول وکولای شي د ملي ټيم غړي تشخیص او دوی ته په نظر کې نیول شوي امتیازات ورسېږي.
د دغه ریاست ویاند عارف پیمان وایي: «د ملي ټيم د غړو په تشخیص کې د فساد اټکل امکان لري خو د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره به ډېر ژر خپل سیسټمونه الکټرونیک کړي.»
بلخوا د ملي ټيمونو غړي د حکومت له لوري دوی ته د ورکول کېدونکو معاشونو یا د عصریې له کموالي شکایت کوي دوی وایي، په یوه میاشت کې یوازې زر افغانۍ معاش ورکول کېږي چې هغه د دوی د موټر کرایه هم نه شي پوره کولای.
د ملي ټيم غړې فاطمه مرسل وایي: «هغه معاش چې موږ ته په نظر کې نیول شوی حتی د څو ورځو لپاره زموږ د موټر کرایه هم نه شي پوره کولای اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي په نورو هېوادونو کې لوبغاړي ډېر ښه ژوندونه لري خو په افغانستان کې ورزشکاران په ډېر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي هیله ده چې دولت به دغه ټکي ته پاملرنه وکړي.»
په ورته وخت کې د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان هم د ملي ټیم د غړو د معاشونو د کمښت ستونزه مني او وایي، دوی څو ځله د مالیې له وزارت سره د معاشونو د کمښت په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې ده خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی: «موږ په ځلونو د مالیې له وزارت سره دا ستونزه شریکه کړې ده په تاسف سره باید ووایم چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته نه ده شوې.»
خو د مالیې وزارت مسوولین بیا وایي، دا چې د سپورټ په برخه کې د ملي ټیمونو غړي ټوله ورځ یا فول ټایم کار نه کوي نو د دوی لپاره معاش هم په نظر کې نه نیول کېږي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي: «د قانون له مخې هغه کسان چې د دولت لپاره ټوله ورځ کار و نه کړي معاش نه ورکول کېږي.»
نوموړی زیاتوي دا چې د ملي ټیمونو غړي زموږ ملي اتلان دي د دوی د رسمي سفرونو مصرف او په ورځني ډول ۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې ۵۲ فدراسیونونه فعال دي چې د ټولو مصارفو لپاره یې په کلني ډول د دغه وزارت له لوري څه باندې ۳۳۶ میلیون افغانۍ ورکول کېږي.

د نجونو په سپورټي فعالیتونو کې کموالی راغلی
موندنې ښیي چې د فوټبال فدراسیون په مشر کرام الدین کریم او یو شمېر نورو روزونکو د فوټبال ټیم د ښځینه لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورونې د تورونو له لګېدو وروسته د سپورټ په برخه کې د ښځینه لوبغاړو په شمېر کې کموال راغلی دی.
د بدني روزنې ریاست او یو شمېر هغه سپورټي کلپونو مسوولین چې هلته نجوني په کې تمرینات کوي وایي، چې د فوټبال فدراسیون په مشر او یو شمېر نورو کسانو د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو له تورونو وروسته د فوټبال په شمول د سپورټ په نورو برخو کې هم د ښځینه لوبغاړو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
د بدني روزنې ریاست د ویاند عارف پیمان په خبره له هغه وروسته چې د فوټبال فدراسیون په مشر کرام الدین کریم د فوټبال د ملي ټيم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه ولګېدل په سپورټي برخو کې د نجونو په فعالیتونو کې کموالی راغلی: «یو شمېر نجونو د یادو تورونو له کبله خپل سپورټي فعالیتونه کم کړي دي.»
په همدې حال کې د فوټبال د ملي ټیم غړې او په کابل ښار کې د یو سپورټي کلپ ترینره فاطمه مرسل هم وایي، له هغه وروسته چې د فوټبال ټیم په مشر او روزونکو د فوټبال ټيم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه خپاره شول د ښځینه لوبغاړو فعالیتونه کم شوي دی.
د نوموړې په خبره: «د یادو تورونو تر نشر وروسته کورنۍ نجونو ته اجازه نه ورکوي چې د پخوا په شان په سپورټی فعالیتونو کې ونډه واخلي.»
په ورته وخت کې د همدغه سپورټي کلپ مشر ترینر امین امیني هم وایي، له هغه وروسته چې د فوټبال ملي ټیم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې په اړه راپورونه خپاره شول کورنۍ خپلو اولادونو ته اجازه نه ورکوي چې سپورټي کلپونو ته لاړې شي او یا هم په ملي ټیم کې ولوبېږي: «موږ په ډېره سختۍ سره کورنیو ته قناعت ورکوي څو خپلې لوڼې سپورټ کولو لپاره را ولېږي.»
خو د فوټبال فدراسیون سرپرست محمد یوسف کارګر بیا وایي، چې د دغه فدراسیون په مشر د نجونو د جنسي ځورونې وروسته د فوټبال ټیم په فعالیتونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او ټولې چارې په ښه ډول پر مخ ځي: «دلته سیسټم موجود دی او د افرادو په تګ او راتګ سره په چارو کې کوم بندښت نه راځي.»

مالي ستونزې
که څه هم د فوټبال فدراسیون سرپرست په دغه فدراسیون کې د ستونزو د نشت خبره کوي خو د کلید موندنې ښیي چې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو د فوټبال ملي ټیم هېڅ کارکوونکي ته معاش نه دی ورکړل شوی چې له کبله د ښځینه لوبغاړو تر څنګ د یو شمېر نورو ټیمونو تمریني لوبې هم ځنډول شوې دي.
د یاد فدراسیون ویاند شفیع شاداب وایي، د مالي ستونزو له کبله یې د فدراسیون کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي: «تر پنځو میاشتو زیات وخت وشو چې د دغه فدراسیون کارکوونکو معاشونه نه دي تر لاسه کړي او زیاتې تمریني لوبې درېدلې دي.»
د ملي ټیم غړې فاطمه مرسل هم د شاداب خبره تاییدوي او وایي، له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو را په دېخوا د فوټبال ټیم د ښځینه لوبغاړو ټولې لوبې ځنډول شوې دي او هېڅ کارکوونکي ته معاش نه دی ورکړل شوی: «په همدغه موده کې یو شمېر لوبې چې باید ښځینه لوبډلو په کې ګډون کړی وای نه دي تر سره شوې یعنې میس شوې دي.»
د معلوماتو له مخې الکوزی شرکت د فوټبال فدراسیون له لویو مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو شمېرل کېږي.
دغه شرکت له هغه وروسته د یاد فدراسیون سره خپل مالي ملاتړ بند کړ چې د دغه فدراسیون په مشر او روزونکو د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه ولګېدل.
خو د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر بیا د الکوزي شرکت د مالي ملاتړ بندیدل د قرارداد ختمېدل بولي او وایي، له دغه شرکت سره د قراردادونو په نوي کېدو سره به د یاد شرکت مرستې له سره پیل شي: «له یاد شرکت سره د مالي ملاتړ قرارداد ختم شوی دی کله چې قراردادونه نوي شي دغه مرستې به دوام پیدا کړي.»
د یادونې وړ ده چې بریتانوۍ ورځپاڼې، ګارډین د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ په یوولسمه نېټه یو راپور خپور کړ چې په کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پېژندل شویو کسانو تور پورې کړی و چې د فوټبال په فدراسیون او ورزشي لوبغالو کې جنسي زور زیاتی شوی دی.
ګارډین د لوبډلې د مخکنۍ مشرې، خالدې پوپل او د دوو غړو مینې احمدي او شبنم مبارز په حواله لیکلي وو چې د فبرورۍ په میاشت کې په اردن کې د روزنیزې دورې پر وخت هم داسې پېښې شوي دي.
د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د هېواد لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د پنځو غړو دندې تعلیق او او دوی یې ممنوع الخروخ اعلان کړل.
لویې څارنوالۍ ژمنه وکړه چې د دغه ادعاوو په اړه به څېړنه کوي او یو پلاوی به د لا زیاتو څېړنو لپاره یو شمېر اروپایي هېوادونو ته استوي څو په هغه هېوادونو کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له پخوانیو غړو سره چې هلته ژوند کوي خبرې وکړې او د هغوی د ادعاوو په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي.
اوس د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وایي: «په دغه برخه کې د ټاکل شوي هیئت لپاره وېزې راغلې دي چې ډېر ژر به د ټاکل شوې موضوع د څېړنې لپاره له هېواده بهر سفر وکړي.»

د ښځینه استادانو او ورزشي ځایونو کمښت
که څه هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سپورت په ډګر کې د ښځینه لوبغاړو په لوبو بندیز لګېدلی و او د لنډمهاله حکومت په راتګ سره په دغه برخه کې پرمختګونه رامنځته شول خو لا هم لیدل کېږي چې په دغه برخه کې ستونزې شتون لري او په مختلفو سپورټي برخو کې لا هم ښځينه روزنکې نشته او یا هم ډېرې کمې دي.
د معلوماتو له مخې دا مهال د ټول هېواد په کچه ۱۷۷۵۵۰ لوبغاړي په ۵۲ سپورټي رشتو فعالیتونه تر سره کوي چې له دغه ډلې یوازې ۲٪ یې نجونې دي.
دغه معلومات ښیي چې په ټول هېواد کې ۵۷۵۵ سپورټي کلپونه موجود دي چې په کې ۵۳۶۹ استادانو له لوري لوبغاړو ته زده‌کړې ورکول کېږي چې د یادو استادانو له ډلې یوازې ۲۰کمه فیصدِ یې ښځینه روزونکې دي.
د بدني روزنې ریاست مسوولین هم دا مني چې په هېواد کې د سپورټ په برخه کې ښځینه روزونکې کمې دي خو د روزنې هڅې یې روانې دي.
د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان وایي: «نا امني، بې ځایه فرهنګي دودونه او د اقتصاد خرابوالی هغه څه دي چې په سپورټي برخو کې یې د ښځینه ورزشکارانو او روزونکو شمېر را کم کړی دی.»
د نوموړي په خبره دوی د په مختلفو برخو کې د سپورټ د ترویج لپاره کارونه روان کړي او په زیاتو ولایتونو کې یې سپورټي کمپلکسونه او ورزشي لوبغالي جوړ کړي.
د فوټبال د ملي ټيم غړې او د یو ورزشي کلپ ترینره فاطمه مرسل وایي، که څه هم زموږ سره نارینه ترینران ښه چلند کوي خو په سپورټي برخو کې د ښځینه روزونکو کمښت یو شمېر نجونې له سپورټي فعالیتونو را ګرځولې دي.

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA