د سوريې د دفاع وزير علي عبدالله ايوب په دغه هېواد كې د امريكا حضور نامشروع بللى او ويلي يې دي، سوريه حق لري، چې د ځان دفاع وكړي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په دمشق كې د ايران او عراق له پوځي چارواكو سره په ګډه خبري غونډه كې كړې ده.
د هغه په وينا، په سوريه كې د امريكا او د هغې د متحدينو د شتون يوازينۍ بهانه ډيموكراټيك ځواكونه دي، چې تر كنټرول لاندې سيمې به يې د ملي پخلاينې يا ازادولو له لارې د دولت تر ولكې لاندې راشي.
اوسمهال د سوريې په ختيځ كې شاوخوا ۲۰۰۰ امريكايي سرتېري مېشت دي، چې په پام كې ده په راتلونكو څو مياشتو كې سلګونه تنه يې ياد هېواد پرېږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ