ads

په هلمند کې څلورو سنګوريانو ته مرګ ژوبله واوښته

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې د يوه قوماندان په ګډون د ملي امنيت څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
26 کب 1397
په هلمند کې څلورو سنګوريانو ته مرګ ژوبله واوښته

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د چسپكي ماين چاودنې د يوه قوماندان په ګډون د ملي امنيت څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، دا چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د ملي امنيت د سنګوريانو قطعې پر يوه موټر شوې، چې په ترڅ كې يې د يادې قطعې دوه سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواك بيا په پېښه كې د يوه تن وژل كېدل او درېيو نورو ژوبلېدل تاييدوي.
بلخوا د هلمند والي جنرال محمد ياسين خان پر خپله فېسبوك پاڼه د ملي امنيت د وژل شوي قوماندان نوم قدرت الله ښودلى او ويلې يې دي، چې په پېښه كې درې نور سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي.
د چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA