د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو درې مهم غړي وژل شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ځانګړو پوليسو يې تېره ورځ د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه كې ځانګړي عمليات وكړل، چې په ترڅ كې يې د طالبانو درې مهم غړي ووژل شول.
د سرچينې په وينا، دا كسان په يوه كور كې د ترهګريزو بريدونو د پلانولو لپاره راټول شوي وو، چې تر بريد لاندې راغلل.
په خبرپاڼه كې راغلي، له وژل شوو كسانو درې ميله كلاشينكوفونه، دوه عرادې موټر سايكلونه او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت په خبره، په يادو عملياتو كې ځانګړو پوليسو او د سيمې اوسېدونكو ته زيان نه دى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغو عملياتو په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ