ads

د جلال بريد کې تر دې دمه ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر یوه خصوصي شرکت وسله وال برید شوی.

نویسنده: mayar
15 کب 1397
د جلال بريد کې تر دې دمه ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوهم تعقيب: نن سهار د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله ییز وسله وال برید شوی.
د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، برید اوس هم دوام لري.
دی وایي په برید کې تر دې دمه د یاد شرکت ۳ کارکوونکي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي او دغه راز په نښته کې تر دې دمه ۴ ځانمرګي بریدګر هم وژل شوي دي
د والي د ویاند په خبره، امنیتي ځواکونه په سیمه کې دي او هڅه کوي حالت تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د دې برید مسولیت تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

لومړی تعقيب: د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه پر یوه خصوصي شرکت وسله وال برید شوی.
د دې ولايت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، برید تېره شپه شاوخوا یوه بجه پيل شوی دی او په خبره یې اوس هم په سیمه کې وضعیت په بشپړ کنټرول شوی نه دی.
خوګیاڼی وایي د تلفاتو په اړه هم تراوسه کره جزیات په لاس نه لري.
د برید په سیمه کې ټولې لارې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړلې دي.
د دې برید مسولیت تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA