ads

د غزني والي: په تېرو دوو مياشتو کې ۲۴۰ وسله وال وژل شوي

د غزني ولايت چارواکي وايي، په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ۹ مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۴۰ وسله وال وژل شوي دي او کابو ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
14 کب 1397
د غزني والي: په تېرو دوو مياشتو کې ۲۴۰ وسله وال وژل شوي

د غزني ولايت چارواکي وايي، په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ۹ مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۴۰ وسله وال وژل شوي دي او کابو ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
د غزني والي وحيدالله کليمزی وايي، په تېرو دوو مياشتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو د دې ولايت په مرکز او اندړو، قره باغ، واغظ، رشیدان، ده یک او ګیرو ولسوالیو کې د ځمکنیو، کومانډویې او ګډو هوایي عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ۹ مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۴۰ تنه وسله وال وژلي او کابو ۶۰ نور يې ټپيان کړي دي.
د والي په خبره په دې موده کې دغه راز ۶ امنیتي سرتیري هم وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره په غزني کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شته تشکیلاتي او
امکاناتي نیمګړتیاوې او غوښتنې تر ډیره بریده حل شوې دي.
وسله والو طالبانو بيا د غزني د والي د دې ادعاوو په تړاو تر دې مهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د غزني والي وحيدالله کليمزی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د اصلاحاتو په راتلو سره د دې ولايت امنيتي وضعيت ښه شوی او راتلونکی لمريز کال به تر ډېره يو هوسا او ارام کال وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA