ads

د هلمند والي: پر ښوراب پوځي اډې په بريد كې پاكستان لاس درلود

د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان وايي، د دغه ولايت پر ښوراب پوځي اډې، چې ۲۱۵ ميوند قول اردو هم په كې ده، ډله ييز بريد په پاكستان كې پلان شوى و.

نویسنده: mayar
11 کب 1397
د هلمند والي: پر ښوراب پوځي اډې په بريد كې پاكستان لاس درلود

د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان وايي، د دغه ولايت پر ښوراب پوځي اډې، چې ۲۱۵ ميوند قول اردو هم په كې ده، ډله ييز بريد په پاكستان كې پلان شوى و.
نوموړي نن په يوه خبري ناسته كې وويل، پر يادې پوځي اډې د جمعې په سهار وختي وسله والو كسانو، چې ځانمرګي بريد كوونكي هم په كې وو، له درېيو خواوو ډله ييز بريد پيل كړ او له امنيتي ځواكونو سره يې جګړه د شنبې د شپې تر شاوخوا اوو بجو پورې روانه وه.
محمد ياسين خان زياته كړه، په نښته كې ۲۰ بريد كوونكي او ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور امنيتي سرتېري ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د دغه ډله ييز بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او په كې يې لسګونو افغان او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.
بايد وويل شي، چې د هلمند په ښوراب پوځي اډه كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو ترڅنګ لسګونه بهرني سرتېري هم مېشت دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA